په بلوچستان کې د پاکستاني پوځيانو پر قافله پراخ بريد شوی
نن د بلوچستان په کيچ سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه قافله پراخ بريد شوی دی چې له امله يې درنه مرګ ژوبله وراوښتې او لا يې هم د جګړې پر ميدان د پوځيانو له پاتې موټرو لمبې پورته کېږي.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې د پاکستانيانو يوه لويه قافله د کيچ له هوشاب سيمې څخه تېرېده چې په شيشان نومي کلي کې ورباندې ناڅاپي چاودنې شوې او وروسته ورباندې د راکټونو بريد شوی دی.
په تر لاسه شويو مالوماتو کې ويل شوي دي چې وسلهوالو په دغه سيمه کې وار له مخه پر سړک ماينونه خښ کړي ول، کله چې سيمې ته قافله رسېږې، پرلهپسې چاودنې ورباندې کېږي او هغه موټر چې له چاودنو پاتې شوي، په راکټونو ويشتل کېږي او وروسته د سپکو وسلو بريد هم کېږي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، پر پوځيانو يو ساعت د سپکو او درنو وسلو بريد روان و چې وروسته سيمې ته الوتکې رسېدلې او مړي او ټپيان يې د پېښې له ځايه پورته کړي دي.
دوی وايي، لا هم د جګړې پر ميدان ګڼ شمېر موټر له پوځيانو پاتې دي چې اور يې اخيستی او لمبې پرې تاوېږي.
تر اوسه د بريد مسووليت چا نه دی منلی.
0 نظرونه