وسلهوالو په وزيرستان کې نهه پاکستاني پوځيان وژلي او ژوبل کړي
نن د شمالي وزيرستان په ډوسالي سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه ډله وسلهوال بريد شوی دی چې له امله يې د يوه پوځي افسر په ګډون درې تنه پوځيان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکه اداره وايي، دغه پوځيان سيمې ته د عملياتو پر مهال تللي ول، خو وسلهوالو ورباندې وار ړومبی کړی دی.
دغه اداره وايي، په دغه سيمه کې نښته هم شوې ده او پکې دوه تنه وسلهوال وژل شوي دي.
دا په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې پر پاکستاني پوځيان دويمه خونړۍ حمله ده چې کېږي.
تېره ورځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه په ژوب سيمه کې هم پر پاکستاني عسکرو ورته بريد شوی و چې له امله يې لس تنه مړه او ټپيان ول.
تر اوسه د دواړو بريدونو مسووليت چا نه دی منلی.
0 نظرونه