نن په بلوچستان کې تر اوسه پر پاکستانيانو ۲چاودنې ۱بريد شوی
له نن سهار راهيسې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د پاکستاني پوځ او سرحدي پوليسو پر پوستو او موټرو دوه بريدونه او يوه چاودنه شوې چې له امله يې ګڼ شمېر عسکر وژل شوي او ژوبل دي.
په دغو چاودنو کې د دوو مسووليت يې د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه ډلې منلی او يوه يې لا تر اوسه نه ده مالومه چې چا کړې ده.
د بلوچستان لبرېشن فرنټ وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، ملګرو يې لومړی په مشکي سيمه کې د پوځ يوه لويه قرارګاه په دوو ۸۲ مرميو ويشتې او تر هغه وروسته يې ورباندې د درنو وسلو او بمونو بريدونه کړي دي.
دی وايي، په دغه بريد کې تر لسو زيات پوځيان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د بلوڅ په خبره، د مشکي په النګي سيمه کې يې هم ملګرو د سرحدي پوليسو يوه پوسته په راکټو ويشتې او پکې ټول عسکر يې له منځه وړي دي.
هلته بيا د بلوچستان په ډېره مراد جمالي کې د پوځ پر يوه موټر د سړک پر غاړه خښ شوی ماين چاودلی، خو نه پکې د اوښتې مرګژولې دقيق شمېر مالوم دی او نه يې هم مسووليت چا منلی دی.
0 نظرونه