بلوڅو په ګوادر کې پر يوه چينايي کمپنۍ بريد کړی
بلوڅ وسله وال وايي، د بلوچستان په ګوادر سيمه کې يې د چينايانو پر يوه کمپنۍ بريد کړی او ګڼ شمېر ساتونکي يې ور وژلي او ژوبل کړي دي.
د بلوچستان لبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو د يوې ملتپالې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې دغه بريد د ګوادر پر قنديل ميدان د چينايانو پر هغه ساختماني کمپنۍ کړی دی چې د ګوادر فري زون پر پروژه يې کار کاوه.
ګهرام بلوڅ وايي، په دغه بريد کې د کمپنۍ پنځه ساتونکي وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
بلوڅ وايي، نه پرېږدي چې پر خاوره او معدنونو يې پاکستان او چين په ګډه خېټه واچوي.
د ده په خبره، تر څو چې بلوچستان ازادېږي، دوی به همداسې جنګېږي.
0 نظرونه