د اسراييلو په يوه مذهبي غونډه کې کشوګير ۴۵وژلي ۱۵۰ ژوبل دي
په اسراييلو کې د کرونا له امله د وضع شوي قرنطين تر پورته کېدو وروسته په يوه مذهبي غونډه کې بېروبار جوړ شوی او پنځه څلوېښت تنه پکې تر پښو لاندې مړه شوي او يو نيم سل نور زخميان دي.
دغه مذهبي مراسمو لاګ باومر نومېږي او د اسراييلو په ماونټ ميرن سيمه کې جوړ شوي ول.
اسراييلي رسنۍ وايي، په دغو مراسمو کې تر سل زره زياتو کسانو برخه اخيستې وه او د مراسمو ځای ته د ورتګ او ورڅخه د راوتلو لاره خورا تنګه وه.
له همدې امله بېروبار زيات شوی او ناڅاپه د خلکو تر پښو لاندې د انسانانو د لوېدو لړۍ پيل شوې چې د پنځه څلوېښتو تنو په مرګ تمامه شوه.
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په دغه پېښه ژوره خواشيني ښوولې، پنځه څلوېښت شمعې يې د خپل کور مخې ته ايښې او په دې سربېره يې د پېښې د قربانيانو لپاره په خپل دفتر کې يوه نوې ټلېفوني شمېره فعاله کړې چې له خلکو سره ورباندې خواخوږي وکړي او د هغوی ستونزې حل کړي.
0 نظرونه