بلوڅو په تمپ کې د پاکستانيانو پوسته کښلې ده
بلوڅ وسله وال وايي، د بلوچستان په تمپ سيمه کې يې د پاکستان د سرحدي پوليسو پر يوه پوسته هجوم ور وړی او له بېخه يې کښلې ده.
د بلوچستان لبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو د ملتپالې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويل دي چې ملګري يې د تمپ په برت کور سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوسته ورختلي دي.
دی وايي، لومړی په پوسته کې ځای پر ځای شوي عسکر په سنايپر ويشتل شوي او وروسته يې ملګري پسې ورختلي او ټپيان يې هم پسې وژلي دي.
دی په بريد کې د وژلو شويو عسکرو شمېر شپږ ښيي او زياتوي چې وروسته پوستې ته اور اچول شوی دی.
د بلوڅ په خبره، تر څو چې بلوچستان له پاکستانه ازاد شوی نه وي، دوی پاکستاني عسکر همداسې وژني.
0 نظرونه