کرونا نن ۲۰۱پاکستانيان وژلي ۵۲۹۲نور يې نيولي دي
د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد لا هم کرونا په غضب روانه ده او تازه يې يوازې نن ورځ دوه سوه او يو تنه وژلي دي او پنځه زره، دوه سوه او دوه نوي نور يې نيولي دي.
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی دی چې نور يې پر کرونا وس نه رسېږي او دغه وايرس يې له واکه وتلی.
هلته په ډېری روغتونونو، په ځانګړې توګه د کوټې ښار په زياتو روغتونو کې د ناروغانو بسترونه ډک او د اکسېجن ډبې تشې شوې دي.
د پاکستان د حکومتي شمېرو په اساس، دا مهال د کرونا له امله اته اتيا زره، دوه سوه او اووه تنه پاکستانيان رنځېږي چې له ډلې يې تر پنځه زره د ډېرو کسانو وضعيت د مرګ خوا ته ورنږدې دی.
تر اوسه دغه وايرس په پاکستان کې اوولس زره، پنځه سوه او دېرش تنه وژلي دي.
0 نظرونه