پاکستان له افغانستانه خونړي داعشيان غوښتي
۸ ثور ۱۴۰۰ 184039 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پاکستان له افغانستانه خونړي داعشيان غوښتي

 

سرخط وځپاڼې ته په ارګ کې سرچينو ويلي دي چې پاکستانيانو کابل ته په وروستي سفر کې د افغانستان له امنيت شورا څخه هغه خونړي داعشيان غوښتي چې تر دې وړاندې افغانستان نيولي دي.

په دوی کې تر ټولو خونړی يې د خراسان لپاره د داعش قوماندان عبدالله اورکزی دی چې په اسلم فاروق مشهور دی.

د پاکستان له خوا د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان په مشري د اپرېل په پنځه ويشتمه يو پلاوی د دوو ورځو په مخه افغانستان ته راغلی او دلته يې دغه فرمايشونه ورکړي دي.

پاکستاني پلاوي په دې سربېره، د تحريک طالبان پاکستان د ځينو غړيو غوښتنه هم کړې ده چې ګواکې دوی ته دې وسپارل شي.

هلته د افغانستان د ملي امنيت لوی رييس ډګر جنرال احمد ضيا سراج هم خبريالانو ته وويل چې پاکستانيانو ورڅخه په يوه غونډه کې د بندي داعشيانو او طالبانو د ورکولو غوښتنه کړې ده.

کابل ته د پاکستان په دغه راغلي پلاوي کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای‌ايس‌ای ځينې لوړپوړي کسان هم راغلي ول او د بنديانو غوښتنه هغوی کړې ده.

ځينې داسې راپورونه سرخط ورځپاڼې ته رسېدلي چې افغان لوري پاکستانيانو ته ويلي دي چې دغه کسان به په لاس ورکړي، خو شرطونه يې ورته ايښي دي.

د سيمې لپاره د داعش د نيول شوي مشر اسلم فاروق د ورکولو په بدل کې، پاکستانيانو ته ويل شوي دي چې هغوی دې په پاکستان کې د طالبانو ځينې نيول شوي مشران افغانستان ته وسپاري.

اسلم فاروق تېر کال د اپرېل په پنځمه نېټه د افغانستان ملي امنيت نيولی و او هماغه وخت لا پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان د هغه وخت سفير لطف الله مشعل ورغوښتی او د فاروق ورسپارل يې ورڅخه غوښتي ول.

سرخط ورځپاڼې ته د په لاس ورغليو مالوماتو په اساس، کابل ته د دغه پلاوي د راتګ دویم هدف د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګري هوکړه وه چې بايد له سره نوي او پسې وغځول شي.

له پاکستان سره د سوداګري تړون افغانستان په دوه زره لسم کې کړی و، څه موده وړاندې ختم او د دريو مياشتو لپاره تمديد شو، خو لا هم نوی شوی نه دی.

په دې سربېره، د پاکستاني پلاوي د سفر درېيم هدف د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور فضا جوړول ول.

جالبه دا ده چې پاکستاني پلاوي کابل ته په سفر کې د احمد شاه مسعود له زوی احمد مسعود او لطيف پدرام سره هم ليدلي دي.

کابل ته د پاکستان د دغه پلاوی تر راتګ مخکې د دغه هېواد د پارلمان د مشر اسد قيصر په مشري هم يو پلاوی کابل ته را روان و، خو افغان لوري له نيمې لارې جواب کړ او مالومه نه شوه چې په څه شي پسې راته.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې