په تربت کې پر پاکستاني سرحدي پوليسو بله چاودنه شوې
نن ماښام د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستان د سرحدي پوليسو پر يوه پوسته چاودنه شوې چې له امله يې څلور عسکر ځای پر ځای وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو راپورنو کې ويل شوي دي چې چاودنه ماښام روژهمات مهال د تربت ښار په سنګايي سر سيمه کې پر هغو پوليسو شوې چې د لويې لارې پر سر يې له خلکو تلاشي اخيسته.
د پېښې عيني شاهدان وايي، په چاودنه کې عام وګړي هم ژوبل دي، خو شمېر يې نه دی مالوم.
تر اوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی، خو په بلوچستان کې پر پاکستانيانو دغسې بريدونه د بلوڅو ملتپالې ډلې کوي.
0 نظرونه