کومو طالبانو چې د ISI له پنجو د خلاصون تصور کړى، حتمي وژل شوي
۷ ثور ۱۴۰۰ 208675 0 نظر ع. شفیق

کومو طالبانو چې د ISI له پنجو د خلاصون تصور کړى، حتمي وژل شوي

په ۲۰۰۱ زيږديز کال کې چې امريکا افغانستان ته راغله، په افغانستان کې د نوي نظام او سيسټم تاسيس ته عامه ذهنيت پوره تيار و او هيچا بيا د جګړې د پيل فکر نه کاوه.

زما ياد دي، چې زموږ د سيمو طالب قوماندانانو په بزګرۍ، ډريورۍ او نورو سنتي کسبونو لاس پورې کړ.

واقعاً دوى منلي وه، چې امارت پاى ته ورسېده او دوى يې د بيا راتلو ليوالتيا نه لري.

د مدرسې يو ډېر پوه او پرهېزګاره عالم زما په حضور دُعا کوله، چې خداى دې طالبانو امارت چپه کړي!

زه نه پوهېدم چې مولوي صيب ولې داسې ويل، خو څو ځلې مې دا دُعا او که ښېرا ترې دقيقه اورېدلي ده.

په دې اساس شعوراً ټولنې غوښتل چې امارت له منځه لاړ او نوي ولسواک نظام رامنځته شي.

کله چې د طالبانو امارت د له منځه تلو شرايط برابر او د نوي نظام تاسيس لپاره هغه وخت عامه ذهنيت دومره تيار و، ولې بيا جګړه پيل شوه؟

د جګړې بيا پيل دوه عمده لاملونه درلودل

لومړۍ لامل يې د افغانستان په سياست کې د قدرت طلبو، جګړه مارو، ناديده غاصبينو، په قومي او ژبنيو تعصباتو ککړو بې سوادانو او نابالغه ماشومانو داخلېدل و، چې ټول ديني، ملي او ولسي ارزښتونه يې د پورته ګنده مفکورې له کبله خاورې ايرې کړل او د طالبانو پر ضد يې له هر کلي، کور، ديوال او تېږدې سره جګړه وکړه او د القاعده په نوم يې خپل خلک جګړې او فرار ته مجبور کړل.

نتيجه کې د دوى د دغو ناوړه پاليسيو د تطبيق له کبله له نوي نظام سره عامه ذهنيت ټکر شو او خلک زړه توري شول.

ځکه خلک په خپلو کليو او کورونو کې تعقيبېدل، تنګ شول او د فرار لاره يې ونيوه. شايد دا هم له دويم لامل سره مرسته او همکاري وي. ځکه دوى خو له هغوى سره پخوانۍ يارانه لري.

دويم لامل يې د پاکستان او مشخصاً د ISI لاسوهنه وه، چې طالبان يې جدي تر نظر لاندې ونيول، تر دې چې طالبان يې له قبايلي سيمو نيولي آن د پاکستان تر مهمو او امن ښارونو پورې ورسول.

په دې اړه هم حيرانوونکي معلومات لرم، چې افغانستان کې د جګړې لپاره څوک د قوماندانانو په توګه غوره او په څومره کچه صلاحيتونه او امکانات ورکړل شول.

د کليو داسې لنډغر او لوچکان چې د هلکانو له ګډولو، نشو کولو او غلو قتل و قتال پرته يې بل کار نه و. خو د امارت په اډانه کې ISI دومره مهم کسان منصوب کړل، چې تر پنجابه له هر ډول اسانتياو سره آزاد ګرځېدل او په افغانستان کې يې د طالبانو اسلامي شريعت د حکمونو پر بنسټ د هر ډول عمل اجازه درلوده.

دغو قوماندانانو چې د پاکستان د اسلامي وروۍ دومره مينه وليده، مست شول، ايمانونه يې تازه او عقيدې پخې شوې او سم جهاد يې پيل کړ.

لنډ وخت وروسته ځينو هوښيارو او اصيلو افغان طالب مشرانو د جهاد مفهوم، پيغام، د جهاد فرضيت او د فرضيت ساحه توضيح کړل. خو هغوى ژر خپلې هوښيارۍ و اصليت او د ISI اسلامي ورورۍ په نهايي ظلم او بې رحمۍ تر مرګ ورسول.

دا داسې وخت و، چې طالبان د ISI پنجو کې نښتي و او هر مستقلانه تصور او حرکت ترې اخيستل شوى و.

په دې وخت کې ډېرو طالب مشرانو هڅې کولې، چې افغان دولت سره تفاهم وکړي او له جګړې لاس واخلي، خو سم به يې ځان نه و خوځولى؛ يا به يې همالته پاکستان کې وواژه او که افغانستان ته به راغى دلته به يې له ډرون فير کړ او خپل جهاد به يې د مرګ وسيله شوه. زه نه پوهېږم، چې دوى ولې او په کوم علت افغانستان کې د ننه له ډرون ويشتل کېدل!

زه دقيق معلومات لرم، چې طالبان پرته له دې چې د ISI په هدايت افغانستان ته د جګړې لپاره راشي. نور له پاکستان بهر د تلو اجازه نه لري او که د وتو هڅه کوي په دې هم وژل کېږي.

د دقيقو معلوماتو له مخې طالبان افغانستان کې د ناټو عسکرو، امريکايانو، بهرنيو استخباراتو او افغان ځواکونو دومره نه دي ځورولي؛ لکه خپل بادار پاکستان يا ISI چې ځورولي دي.

د ولايتي قواو يو قوماندان سره مې مجلس درلود، د يوه پېژندګلوي طالب قوماندان په اړه مو خبرې کولې، هغه وويل چې ما سره يې خبرې وکړې، چې زه له جګړې لاس اخلم او افغان دولت سره يو ځاى کېږم. خو طالب قوماندان په داسې وخت کې دا خبرې کړې وې، چې پاکستان ته په تلو و او ژمنه يې کړې وه، چې ژر راګرځم او تاسو سره ليدنه کوم. خو ياد قوماندان افغانستان ته له بېرته راتلو سره سم له ډرون وويشتل شو او له څو نورو ملګرو سره ووژل شو.

نتيجه دا ده، چې طالبان بايد د پاکستان لپاره افغانستان کې جګړه وکړي او که جګړه نه کوي بايد ووژل شي.

طالبان مجبور دي، چې جګړه وکړي. ځکه ISI  يې په لکۍ پښې ايښي دي، چې معمولي زور وکړي لکۍ يې خيږي.

پر دې بنسټ بايد طالبانو ته زمينه برابره شي، چې د ISI له پنجو خلاص شي او ژوندي پاتې کېدل يې تضمين ش

بيا طالبان هم له جګړې لاس اخيستلى شي او هم سوله کولى شي، خو تر څو چې د ISI له پنجو نه وي آزاد شوي؛ طالبان نه له جګړې لاس اخيستلى شي او نه سوله کولى شي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې