بلوڅ وسلهوال وايي، شپږ نور پاکستاني عسکر يې وژلي او ژوبل کړي دي
د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، ملګرو يې پر هغو پاکستاني عسکرو ډزې کړې دي چې له پوستې څخه کښته شوي او په اوبو راوړلو پسې تللي ول.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې دغه بريد د کيچ په دشت سيمه کې کړی دی.
دی وايي، څلور پاکستاني عسکر ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور يې په ټپي حالت کې په منډه پوستې ته تښتېدلې دي.
0 نظرونه