بلوڅو د پاکستاني پوځيانو پر دوو پوستو غبرګ بريدونه کړي
د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو وسلهواله ډله وايي، په بلوچستان کې يې د پاکستاني عسکرو پر دوو پوستو دوه ځايه بريدونه کړي او پکې يې شپږ عسکر وژلي او پنځه نور يې له پښو غورځولي دي.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې لومړی بريد د بالګتر په دمب سيمه کې د پوځيانو پر يوه نوې جوړه شوې پوسته کړی دی.
دی وايي، دغه پوسته يوه اوونۍ وړاندې جوړه شوې او لس عسکر پکې اوسېدل چې د دوی ملګرو ورڅخه پنځه وژلي او همدومره نور يې ژوبل کړي دي.
ګهرام بلوڅ وايي، په دې سربېره يې نن مازديګر ملګرو د کيچ په ګياب سيمه کې د پوځيانو په يوه پوسته کې ولاړ عسکر په درازکوف وېشتی دی او همالته يې وژلی.
دی وايي، تر څو چې بلوچستان ازادېږي، دوی به پر پاکستانيانو همداسې بريدونه کوي.
0 نظرونه