د کرونا سېلاب پاکستان او هند په مخه کړي؛ له ماښام راهيسې يې ۲۲۶۲وژلي او ۳لکه او ۳۲ زره يې نيولي
پر هند د کرونا درېيمه څپه بېسارې خونړۍ روانه ده او يوازې له تېر ماښام راهيسې يې تر دوه زره، دوه سوه او دوه شپېته تنه زيات وژلي او درې سوه او دوه دېرش زره تنه نور ورباندې تازه اخته شوي دي.
هلته په روغتونونو کې اکسېجن ختم شوی او ګڼ شمېر مريضان د يوې ساه خلاصې هوا د تنفس په ارمان له نړۍ درومي.
د هند د روغتيا وزارت وايي، تر اوسه په دغه هېواد کې شپاړس ميليونه او دوه سوه زره تنه په کرونا اخته دي او تر اوسه له دغه وايرس څخه يو لک او شپږ اتيا زره تنه مړه شوي دي.
هلته بيا په مهاراشټر ايالت کې د کرونا په يوه روغتون کې اور لګېدلی دی چې له امله ديارلس ناروغان په اور کباب شوي.
په همدې روغتون کې څو ورځې وړاندې هم اور لګېدلی و چې پکې دوه ويشت ناروغان مړه شوي ول.
هاخوا بيا په پاکستان کې له پرون راهيسې کرونا يو سل او څلور څلوېښت پاکستانيان وژلي او پنځه زره، اته سوه او اويا تنه نور تازه ورباندې اخته شوي دي.
د پاکستان حکومت وايي، حالت يې له کنټروله وتلی او اوس د خدای په تمه ناست دي.
0 نظرونه