تر دې وروسته به ناروغ مقامات کندهار ته ځي
ولسمشر محمد اشرف غني نن په کندهار کې د يوه لوی روغتون د پرانيستلو په مراسمو کې وويل چې تر دې وروسته هيڅ دولتي چارواکی حق نه لري چې په درملنه پسې له وطنه د باندې لاړ شي، بلکې کندهار ته به ځي.
کندهار ته له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستيال، د ملي امنيت سلاکار، د کابينې غړي او ځينې نور چارواکي هم کندهار ته تللي دي.
ولسمشر د مومند په نامه د دوه سوه بستريز روغتون د پرانيستلو پر وخت وويل، د دغه روغتون جوړېدل د کمال خان بند په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده.
ده وويل، نن زموږ د روغتيا په تاريخ کې يو نوی فصل پيل شو او د مومند روغتون معياري خدمتونه او تجهيزات يې وستايل.
ولسمشر د کابينې غړيو ته لارښوونه وکړه چې تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولين لومړی په مومند روغتون کې درملنه کوي او که اړتيا وه بيا به بهر ته د درملنې لپاره ځي.
0 نظرونه