ولسمشر پاکستان ته خط کش کړ
ولسمشر غني پاکستان ننګولی دی چې که له افغانانو سره دښمني کوي، هم اختيار لري او که دوستي ته يې زړه وي، هم يې غېږه ورته پرانيستې.
له پرونه راهيسې پر پاکستان دا د ولسمشر غني دويم ځل غږ دی چې کوي يې او وايي، سوله کوې، که دښمني؟
ښکاري چې ولسمشر غوڅې پرېکړې ته رسېدلی او نوره يې دغه هېواد ته حوصله ختمه شوې ده.
ولسمشر غني پرون د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز په غونډه کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شوکت عزیز په غوږ وواهه او ویې ویل، دا زموږ د ګاونډي پاکستان له پاره د غوراوي شېبه ده. د پاکستان له پاره دا د تقدیر لیکلو پرېکړه ده.
ولسمشر د جګړې د تاوان او د سوداګري د ګټې په پرتله کولو سره وويل؛ پاکستان به د ګډو همکاریو له لارې سیمهییزه همکاري، نړیوال مشارکت او سیمهییزه ښېرازي غوره کړي، که هغو قوتونو ته به لار ورکړي چې د طالبانو ملاتړ یې وکړ او پاتې یې کړل، د تندلارۍ څپې یې پاکستان ته هم وغځولې چې وروسته له افغانستانه ښايي پاکستان تر ټولو ډېرې قربانۍ ورکړې وي.
نن بيا ولسمشر دغه خبره تکرار کړه او له پاکستانه يې وغوښتل چې سپين ووايي، څه غواړي، دوستي، که دښمني؟
تر اوسه پاکستان د ولسمشر پر دغو خبرو، غبرګون نه دی ښوولی.
0 نظرونه