پر ايران د صحرايي ملخانو لښکرونه ورمات شوي
د ايران حکومت خبرداری ورکړی دی چې د صحرايي ملخانو څو لښکره يې پر وطن ور روان دي او حکومت يې هم د مخې نيولو جوګه نه دی.
د ايران د طبيعي افتونو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر سعيد معين وايي، دغه صحرايي ملخان له کويټ څخه د عراق پر خوا الوځي او د روانې مېلادي مياشتې تر پايه به ايران ته ورسېږي.
دی وايي، د ايران د حکومت ټول زور يې ارزولی دی، خو په تاسف وايي چې مخه يې نه شي نيولای.
دغه صحرايي ملخان د عربو له دښتو را الوځي او پر ايران هجوم ور وړي.
دوی په عادي حالت کې د ورځې له دوه سوه نيولې، تر درې سوه کيلو مټره پورې واټن وهي، خو که باد ورپسې وي، دغه ځغاسته يې يو زر کيلو مټره ته په ورځ کې رسېږي.
د صحرايي ملخانو يو درميانه او منځنی لښکر د پنځوس ميليونه ملخانو وي چې که په کومه سيمه ورشي، نو په يوه ورځ کې سل ټنه د کروندو حاصلات له منځه وړي.
په دوی کې ځينې يې سمندي ملخان بولي، دغه ملخان سلونه زره سره يو ځای کېږي د اوبو پر مخ ځانونه نيسي او په دې توګه پاتې لښکرونه له دوی څخه د يوې جزېري کار اخلي او کولای شي تر سمندر هم تېر شي او پر بل هېواد يرغل وکړي.
د دوی د مخنيو لپاره تر ټولو ښه لاره له الوتکو د زهرو پاشل دي، خو ايران دومره وس نه لري.
0 نظرونه