ډاکټر محب؛ بېبهرنيانو مو هم سرتېري خاوره ساتلای شي
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وايي، د وطن سرتېري مو دومره پياوړي دي چې کولای شي په يوازې ځان خپله خاوره او خلک وساتي او که له افغانستانه ټول پردي سرتېري و هم وځي، چندان توپير به و نه لري.
دی وايي، زموږ سرتېرو د خاورې د ساتنې ازموينې ورکړې دي او په وار وار ورڅخه بريالي وتلي.
ډاکټر حمد الله محب دغه څرګندونې نن د هند په رایزانا کنفرانس کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده وکړې.
په دغه کنفرانس کې د هند د بهرنيو چارو وزير جی شنکر او د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم برخه اخستې وه.
ډاکټر حمد الله محب وايي، هيڅوک دې وار نه خطا کوي، افغان سرتېري د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم د امنیت ساتلو پوره ځواک لري.
د ده په خبره، افغان حکومت خپله له بهرنيانو سره له افغانستان څخه د سرتېرو پر وتو کار کوي.
ده وويل، د طالبانو لپاره د خبرو ښه فرصت چمتو شوی چې کولای شي ورڅخه په استفاده د افغاني ټولنې برخه وګرځي.
د هند په رايزانا کنفرانس کې د خبرو پر مهال ډاکټر حمد الله محب وويل، که هدف دا وي چې په افغانستان کې جګړه ختمه کړل شي، نو يوازې د ملا برادر خوشحاله کېدل يې حل نه، باید د طالبانو له دریو نورو ډلو سره هم خبرې وشي.
ده وويل؛ طالبان څلور ډلې دي او هره يوه يې واک ته د رسېدو تمه لري.
"که سوله کېږي، له ټولو ډلو سره دې وشي، نه یوازې په دوحه کې د ملابرادر له ډلې، یا له ملا یعقوب سره، باید د سولې د خبرو لپاره د ملا برادر، ملا یعقوب، حقاني شبکې او هلمند ډلې سره یو ځای شي."
هلته بيا په دغه کنفرانس کې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف طالبانو ته ورياده کړه چې که يې تمه کړې وي چې د نوييمو کالونو په څېر به واک ته رسېږي، نو و دې پوهېږي چې د افغانستان ګاونډي يې زغم نه لري.
ده وويل؛ طالبان باید نويیمې لسیزې ته د ستنېدو غوښتنه و نه کړي، دوی باید له ټولو افغانو جهتونو سره د روانې جګړې پر حل خبرې وکړي.
ظريف وويل؛ طالبان باید همدا اوس له افغان حکومت، افغانانو او په افغانستان کې له بېلابېلو ډلو سره خبرې پیل کړي، هر اړخیزې خبرې اترې باید وشي.
"دوی که د یوې احتمالي خلا د رامنځته کولو لپاره منتظر وي او بیا طالبان په دې فکر کې وي چې دا خلا ډکه کړي، دا یو ناورین دی، دا به په افغانستان کې یوه نوې جګړه جوړه کړي چې موږ د سیمي هېوادونه د دې حوصله نه لرو."
ظریف وويل، د سولې پروسه باید د افغانانو په مشري او کنټرول کې پر مخ یوړل شي، او د سیمې هېوادونه يې بايد ملاتړ وکړي.
0 نظرونه