په حب کې وسلهوالو د پاکستاني عسکرو پوسته الوځولې
نن ماخوستن تر روژه مات وروسته د پاکستان کراچۍ ته څېرمه، په حب سيمه کې توپکوالو کسانو د پاکستان د سرحدي پوليسو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله يې مخه نيولې ده.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو راپورونو کې ويل شوي دي چې دغه پوسته په حب کې ګيټرون کمپنۍ ته څېرمه ودانه وه او د لسو په شاوخوا کې سرحدي پوليسو پکې اړولي وو.
په پېښه کې څلور تنه وژل شوي او د پوليسو په ګډون يو شمېر نور ژوبل دي.
تر اوسه د دغو بمي بريدونو مسووليت چا نه دی منلی، خو هلته دغسې کارونه بلوڅ ملتپال کوي.
0 نظرونه