کرونا پر هند او پاکستان خوله خښه کړې؛ له پرونه راهيسې يې ۱۱۶۲ تنه وژلي
له تېر کال راهيسې نن د دويم ځل لپاره کرونا پر پاکستانيانو کلکه خوله خښه کړې او له پرونه راهيسې يې يو سل او پنځه دېرش تنه نور وژلي دي.
له پرون راهيسې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د رسمي شمېرو په اساس، څلور زره، شپږ سوه او يو اتيا کسان کرونا نيولي او دغه شمېرې لا هم لوړې پسې روانې دي.
د کرونا لپاره د پاکستان د حکومت ځانګړې پاڼه وايي، د تېر کال د جون په پنځه ويشتمه کرونا په يوه ورځ کې يو سل او اته څلوېښت پاکستانيان وژلي وو او نن تر هغه وروسته دا دويمه خونړۍ ورځ ده چې د مړو شمېر پکې يو سل او پنځه دېرشو ته ختلی.
د دغې پاڼې د مالوماتو په اساس، تر اوسه کرونا پنځلس زره، اووه سوه او څلور پنځوس پاکستانيان وژلي او اندېښنه ښيي چې که حالت همداسې روان وي، په حيرانوونکې توګه به د مړينو شمېرې ډېرې شي.
هلته د هند حکومت هم خبر ورکړی دی چې پر هېواد يې د کرونا درېيمه څپه خونړۍ روانه ده.
د هندي چارواکيو د مالوماتو په اساس، په هند کې له پرون راهيسې يو سل او څلوراتيا زره، درې سوه او دوه اويا تنه په کرونا اخته او يو زر او اووهويشت تنه يې وژلي دي.
په هند کې د کرونا له پيل تر اوسه، د دغه وايرس له امله تر يو سل او دوه اويا زره زيات کسان مړه شوي دي.
0 نظرونه