پاکستاني پوځ په جلالاباد کې د قومي مخورو دوه کورونه لوټلي او ماشومان يې وهلي
پاکستاني پوځيانو د بلوچستان په مند سيمه کې د بلوڅو پر کورونو عمليات پيل کړي او ګڼ شمېر کورونه يې لوټلي دي.
سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، پاکستاني پوځيان د مند په جلالاباد کې د بلوڅو د دوو قومي مخورو تاج محمد او حاجي شکور پر کورونو ورختلي، د کورونو ټول سامانونه يې لوټلي او د دغو کورنو ښځې او ماشومان يې ډبولي او له خپلو کورونو ايستلي دي.
پاکستاني پوځ په دې سربېره، هلته ډېر نورو کورونه هم لوټلي او خلک يې ورڅخه شړلي دي.
د بلوڅو ملتپالې ډلې وايي، دوی اندېښنه لري چې پاکستاني پوځيان به په دغو کورونو کې پوستې جوړې کړي او د بلوڅو په ازارولو به لاس پورې کړي.
پاکستانی پوځ له کلونو راهيسې د بلوڅو پر کورونو دغسې عمليات کوي، سامانونه يې لوټي او څاروي يې تر برمته کولو وروسته د غنيمت په نامه په بازارونو کې پلوري.
0 نظرونه