تاجکستان په افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې
تاجکستان ته د ولسمشر غني او لوړپوړيو افغان چارواکيو په سفر کې، دغه هېواد په افغانستان کې د جګړې د درولو او ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې ده.
ولسمشر غني نن له يوه لوړپوړي پلاوي سره تاجکستان ته ولاړ چې هلته د اسیا زړه-استنابول پروسې په کنفرانس کې ګډون وکړي.
ولسمشر وايي، د اوربند په برخه کې د تاجکستان دغه غوښتنه طالبانو او ملاتړو ته یې روښانه پیغام دی.
ولسمشر غني تاجکستان ته له رسېدو وروسته، د دغه هېواد له جمهور ريیس امام علي رحمان سره کتلي دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال وايي، په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې.
د اسیا زړه-استانبول پروسې نهم کنفرانس نن په تاجکستان کې پیل شو او سبا به هم دوام ولري.
سبا به ولسمشر غني دغه کنفرانس ته وينا هم وکړي.
نن افغانستان او تاجکستان د امنیت، سوداګري، ترانزیټ، انرژي او فرهنګي برخه کې د همکاريو یو شمېر سندونه هم لاسلیک کړي.
0 نظرونه