پاکستان؛ د مسافرو پر بس چا ډزې کړې، ۵مړه دي، ۸ مرګيحاله
پاکستاني چارواکي وايي، نن ماښام د ګلګت په کوز نلتر سيمه کې د مسافرو پر يوه موټر چا ناتار ډزې کړې دي چې له امله يې پنځه مسافر مړه شوي او اته نور مرګيحاله روغتون ته رسول شوي دي.
د سيمې د پوليسو مشر مرزا حسن وايي، د پېښې مړي او ټپيان يې ټول روغتون ته وړي دي.
دی وايي، د مسافرو دغه موټر له ګلګت څخه لوړ نلتر ته روان و، خو په کوز نلتر کې ورباندې بريد شوی دی.
د مرزا حسن په خبره، پوليس په سيمه کې ګرځي چې يو څوک د بريد په تور ونيسي، خو لا يې هم څوک ګوتو ته نه دي ورغلي.
تر اوسه د بريد مسووليت هم چا نه دی منلی.
0 نظرونه