د ايراني پولې ته څېرمه پر پاکستاني پوځيانو بريد شوی دی
وسلهوالو کسانو د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د پاکستان پر هغو پوځيانو خونړی بريد کړی دی چې په دغه سيمه کې يې د دواړو هېوادونو پر پوله اغزن تار لګاوه.
دغه بريد تازه د پنجګور، د پروم سيمې، سيکي بازار ته څېرمه شوی دی.
سرخط ورځپاڼې ته په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې په دغه بريد کې څلور پوځيان ځای پر ځای چپه شوي او ګڼ شمېر نور يې ژوبل دي.
تر بريد وروسته وسلهوال تښتېدلي، خو پوځيانو پر عامو وګړو د توپکو شپېلۍ ور اړولې دي.
د پوځيانو په بريد کې ګڼ شمېر عام کسان ژوبل شوي دي، خو شمېر يې تر اوسه دقيق نه دی مالوم.
لا هم د بريد مسووليت چا نه دی منلی، خو په دغه سيمه کې پر پاکستانيانو ورته بريدونه بلوڅ وسلهوال کوي.
0 نظرونه