ولسمشر ايران ته؛  د مفتو اوبو وخت ولاړ، خوښه مو تېل راکوئ، که بل شی
۴ حمل ۱۴۰۰ 259719 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ولسمشر ايران ته؛ د مفتو اوبو وخت ولاړ، خوښه مو تېل راکوئ، که بل شی

 

ولسمشر محمد اشرف غني نن په نيمروز کې د کمال خان بند د پرانيستو په مراسمو کې وويل، د مفتو اوبو وخت تېر شوی، هيڅ ګاونډی تر دې وروسته د افغانستان شېرينې اوبه وړيا نه شي تر لاسه کولای، بلکې بيه به يې پرې کوي.

ولسمشر وويل، تر دې مخکې ايران ته د افغانستان اوبه خوشې روانې وې، خو تر دې وروسته به ايران يا د اوبو په بدل کې افغانستان ته تېل راکوي او که تېل نه وي، په نورو توکو هم د اوبو سودا ورسره کېږي.

ولسمشر وويل، د چا زړه ته نه لوېده، خو اوس د وطن خلک په دې باوري شوي چې موږ کولای شو، خپلې ټولې اوبه مهار کړو.

ده وويل، له ملي شورا هيله کوي چې د ده ملاتړ وکړي او د اوبو په مهارولو کې ورسره خپل مسووليت ادا کړي.

کمال خان بند د نیمروز ولايت په چهار بورجک ولسوالي کې جوړ شوی دی چې دوه پنځوس ميليونه مټر مکعب اوبه زېرمه کولای شي او شاوخوا پنځه اويا زره هکټار ځمکه خړوبوي.

په دې سربېره، دغه بند د نهه مېګا واټه برېښنا د جوړولو جوګه هم دی.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې