اوس به ايجړاګان ملايان هم لرو؛  پاکستانيانو نرښځيانو ته مدرسه جوړه کړې
۳ حمل ۱۴۰۰ 217159 0 نظر سرخط ورځپاڼه

اوس به ايجړاګان ملايان هم لرو؛ پاکستانيانو نرښځيانو ته مدرسه جوړه کړې

 

اسلام اباد ته څېرمه يوې نرښځۍ د ايجړاګانو لپاره مدرسه جوړه کړې او اوس ګڼ شمېر نرښځيان په دغه مدرسه کې دينې زده‌کړې کوي.

دغه مدرسه د راني خان په نامه يوې څلوردېرش کلنې نرښځۍ چې تر دې وړاندې نڅاګره وه، جوړه کړې ده او وار له وار پنځه ويشتو نرښځيانو زده‌کړې پکې پيل کړې دي.

دا وايي، حکومت ډاډ ورکړی چې کمک به ورسره کوي، خو تر اوسه دا خپله مدرسه د رقص په مخکې ګټلو پيسې چلوي.

راني خان وايي، په پاکستان کې څوک په خپلو کورونو کې نرښځي اولادونه نه پرېږدي، له کوره يې شړي او همدا لامل وي چې نرښځيان بې‌لاريو ته مخه کوي.

دا وايي، ديارلس کلنه وه چې کورنۍ له کوره وشړله، په اوولس کلنۍ کې د نرښځيانو له يوې ډلې سره يو ځای شوه او تر هغه وروسته يې په ودونو او د خوشحاليو په نورو مراسمو کې نڅا پيل کړه.

دا وايي، څه موده مخکې يې يو مړ نرښځی چې له دې سره به يو ځای نڅېده، په خوب وليد، هغه ورته وويل چې مدرسه جوړه کړي او بيا دې دغه کار ته مخه کړه.

راني په مدرسه کې نرښځيانو ته د جامو ګنډل هم ور زده کوي او د هغوی په ګنډلو جامو د خپلې مدرسې يوه اندازه لګښتونه پوره کوي.

د سمرن خان په نامه د همدې مدرسې يو طالب وايي، له کومې ورځې چې يې ديني زده‌کړې پيل کړې دي، په حيرانوونکې توګه يې زړه ډاډه شوی او سکون موندلی دی.

د ځينو شمېرو په اساس دا مهال په پاکستان کې شاوخوا درې سوه زره نرښځيان ژوندي کوي چې تقريبا ټول يې تر بدو بتر ژوند لري.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې