بلوڅو نن د پاکستاني پوځيانو دوه موټر الوځولي
وسلهوالو بلوڅو نن د بلوچستان په تربت او خضدار سيمو کې د پاکستاني پوځيانو دوه موټر په بمونو الوځولي او تر لسو زيات عسکر يې پکې مړه او ژوبل کړي دي.
لومړۍ چاودنه د بلوچ ليبرېشن ارمي سرتېرو کړې.
د دغې ډلې وياند جييند بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې چاودنه يې د تربت په ابسر بازار کې د پاکستاني پوځيانو پر موټر کړې، درې تنه يې پکې وژلي او څلور نور يې ژوبل کړي دي.
هلته بيا د لشکر بلوچستان په نامه د يوې بلې وسلهوالې ډلې وياند لونګ بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی بيا د خضدار په پيرعمر سيمه کې د پوڅيانو يوه موټر ته لاس بمونه ورغورځولي او پنځه عسکر يې پکې وژلي دي.
دی وايي، تر څو چې پاکستاني پوځيان د دوی له سيمو وتلي نه وي، ژوندي يې نه پرېږدي.
0 نظرونه