بلوڅو درې ځايه پر پاکستانيانو حملې کړې دي
د بلوڅو ملتپالې ډلې وايي، له سهار راهيسې يې په بېلابېلو سيمو کې د پاکستاني پوځ او سرحدي ځواک پر مرکزونو درې خونړي بريدونه کړي او درنه مرګژوبله يې ور اړولې ده.
لومړی بريد د لاسي بمونو و چې په مستونګ سيمه کې د پاکستاني پوځ د يوه لوړپوړي افسر پر کور د بلوڅو د ازادي غورځنګ کړی دی.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د لاسي بمونو په دغه بريد کې د پوځي افسر ګڼ ساتونکي مړه او ژوبل شوي دي.
د بلوڅو همدې ډلې د اوران په جهاو سيمه کې د پاکستان پر سرحدي پوليسو هم د راکټو او سپکو وسلو بريدونه کړي دي.
ګهرام بلوڅ وايي، راکټ او نورې درنې وسلې يې کارولې او د سرحدي ځواک د قرار مهمې برخې يې په نښه کړې دي.
دی وايي، نه پوهېږي چې څومره کسان به وژل شوي وي، خو وايي، سيمې ته دوه ځله الوتکې د مړو او ټپيانو په لېږد پسې ورغلې دي.
هلته بيا د لښکر بلوچستان په نامه د بلوڅو بلې وسلهوالې ډلې د بلوچستان په خضدار کې د سرحدي ځواک قرارګاوې تر اور لاندې نيولې دي.
د دغې ډلې وياند لونګ بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې په دغه بريد کې يې پنځه سرحدي پوليس وژلي او شپږ نور يې ژوبل کړي دي.
0 نظرونه