په کوټه کې چا درې نجونې او يو هلک حلال کړي
تېره شپه د کوټې ښار په سرياب سيمه کې يوه کور ته خلک ور اوښتي او د دغه کور څلور ماشومان يې حلال کړي دي.
د کوټې پوليس وايي، دغه ماشومان د عطاالله په نامه د پوهنې د رياست د يوه کارکوونکي اولادونه ول.
دوی وايي، حلال کړل شوي ماشومان حسنين، کشماله، زين الله او اقصا نومېږي او تېره شپه په کور کې يوازې پاتې ول چې حلال شوي.
تر اوسه نه چا د دغې پېښې مسووليت منلی، نه پوليسو څوک نيولي دي.
0 نظرونه