بلوڅان وايي، په کراچۍ کې يې يوولس پاکستاني رنجر وژلي او له پښو غورځولي
د بلوچ ليبرېشن ارمي په نامه د بلوڅو وسلهواله ډله وايي، نفرو يې د پاکستان د سند ايالت په کراچۍ ښار کې د پاکستان د رنجرز عسکرو پر موټر چاودنه کړې، يو يې وژلی او لس يې مرګوني ژوبل کړي دي.
د دغې ډلې وياند جييند بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې دغه چاودنه د کراچۍ په اورنګي ټاون سيمه کې کړې ده.
دی وايي، پاکستانيان دې وپوهېږي چې اوس ورڅخه نه يوازې په بلوچستان، بلکې د پاکستان په هيڅ ښار کې نه شي خلاصېدای.
دی وايي، تر څو چې بلوچستان ازاد شوی نه وي، همداسې حملې او بريدونه به کوي.
د پېښې په ځای کې د کراچۍ د پوليسو يو افسر سهايي ابړو رسنيو ته ويلي چې چاودنه په يوه موټر سايکل کې د ايښي ماين د چاودېدو له امله شوې.
دی هم په پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېره همدومره ښيي.
ابړو وايي، دوی په هغو کسانو پسې ګرځي چې چاودنه يې کړې، خو تر اوسه څوک په ګوتو نه دي ورغلي.
0 نظرونه