سعودي د کارګرو لپاره د کفيل قانون ختم کړ
د سعودي عربستان حکومت په دغه هېواد کې شته بهرنيو کارګرو ته نوی قانون جوړ کړی چې په اساس يې د کفيل پخوانی قانون سر له ننه لغوه اعلانېږي.
د نوي قانون په اساس، اوس بهرني کارګر کولای شي د کفيل له اجازې پرته، خپل کار و بار بدل کړي، يا له يوې ادارې بلې ته په دنده پسې لاړ شي.
تر دې وړاندې سعودي ته تلليو بهرنيو کارګرو اجازه نه درلوده چې يا وظيفه بدله کړي، يا د وکيل له اجازې پرته چېرته لاړ شي.
د سعودي د نوي قانون په اساس، تر دې وروسته به بهرنيو کارګرو ته معاش هم د کفيل په خوښه او جازه نه، بلکې د هغوی د استعداد په اساس ټاکل کېږي.
تر دې لا ښه خبره دا ده چې اوس بهرني کارګر کولای شي، پرته د کفيل له اجازې، هر وخت چې يې زړه وغواړي، يا اړتيا پېښه شي، دنده رخصت او خپل هېواد ته لاړ شي.
ترې دې وړاندې داسې نه ول.
دا مهال په سعودي عربستان کې اته ميليونه او څلورڅلويښت زره بهرني کارګر په دندو بوخت دي چې ټول يې له نوي قانون څخه ګټه اخيستلای شي.
0 نظرونه