بلوڅو نن بيا پر پاکستانيانو زړونه يخ کړي
د بلوچ ليبرېشن ارمي په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، سرتېرو يې نن د بلوچستان د مچ او مارګټ تر منځ په جعفري سيمه کې د پاکستاني عسکرو پر يوه پوسته خونړي بريدونه کړي او د لسو په شاوخوا کې عسکر يې وژلي او ژوبل کړي دي.
د دغې ډلې وياند جييند بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې دغه بريد نن مازديګر کړی دی.
دی وايي، په سيمه کې د عسکرو او د دوی د سرتېرو تر منځ نښته هم شوې، خو وايي، د دوی لوري ته کوم زيان نه دی اوښتی او سرتېري بېرته روغ رمټ خپلو سمڅو ته تللي.
وړمه ورځ هم د بلوڅو يوې بلې وسله والې ډلې د بلوچستان په کيچ سيمه کې پر پاکستاني عسکرو بريد کړی و، ګڼ شمېر يې وژلي او دوو موټرو ته يې اور اچولی و.
0 نظرونه