بلوڅو دوه موټر پاکستاني عسکر وژلي دي
د بلوڅو د ازادي جبهه يا بلوچ ليبرېشن فرنټ وايي، سرتېرو يې نن مازديګر د بلوچستان په کيچ سيمه کې د پاکستان عسکرو دوه موټرونه په درنو وسلو ويشتي او ګڼ شمېر يې پکې مړه او ژوبل کړي دي.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې پاکستاني عسکرو د کيچ سيمې د بلو او مبارکچات سيمو تر منځ د خلکو موټر تلاشي کول چې د دوی سرتېرو ليدلي او کمين يې ورته نيولی دی.
بلوڅ وايي، د عسکرو موټرو چې له سيمې حرکت کړی دی، په کمين کې ورباندې د درنو وسلو بريد شوی او دواړو موټرو اور اخيستی دی.
دی وايي، لومړني مالومات ښيي چې څلور عسکر همالته ځای پر ځای وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.
بلوڅ وايي، په وژلو شويو کې يو پوځي افسر هم شامل دی.
0 نظرونه