پاکستان په بل غم واوښت؛ ۱۲ کاله وروسته يې د ګازو ټولې سرچينې وچېږي
د پاکستان د لومړي وزير د پټروليم سلاکار نديم بابر خبرداری ورکړی دی دوولس کاله وروسته به د پاکستان د ګازو ټولې زېرمې او سرچينې وچې او دغه هېواد د ګازو له پلوه د پولۍ ټک ته کښېني.
د پاکستان د ګازو يوه لويه برخه د بلوچستان له زېرمو څخه اخيستل کېږي چې بلوڅان يې د دوی حق بولي، خو د پاکستان حکومت يې پنجاب ته ورکوي.
بابر نديم په کراچۍ کې يوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل چې نه يوازې د ګازو برخه، بلکې د اوبو او تېلو په برخه کې هم پاکستان له يو لښکر ستونزو سره مخ دی او که کيسه همداسې دوام وکړي، د برېښنا قحطي به د پاکستان نيمهنيمزاله اقتصاد لا له پښو پسې وغورځوي.
ده وويل، په تېره څه موده کې پاکستان د دې پر ځای چې ځان جوړ کړي، په نورو کيسو اخته و، د سيمې او نړۍ هېوادونه ورڅخه مخکې شول او اوس پر پاکستان وخت تېر دی چې ځان بسيا کړي.
بابر نديم وايي، د پاکستان حکومت د خپلو عوايدو څلوېښت سلنه له ګاز او برېښنا څخه پوره کوي، خو که حالت دغسې روان وي، پاکستانيان بايد د خپل راتلونکي په اړه، اندېښنه نه، بلکې وېره ولري.
د ده د مالوماتو په اساس، په دوه زره دردېرشم کال کې به د پاکستان ټولې د ګازو سرچينې وچې شي او دا چې بيا به چا ته خوله کږوي او څوک به يې ناز اخلي، څه نه شي ويلای.
0 نظرونه