عمران خان ومنله چې پاکستانيان له اخلاقي لحاظه پرېوتي دي
د پاکستان لومړي وزير عمران خان بالاخره ومنله چې پاکستانيان له اخلاقي لحاظه لوېدلي دي او ښه ثبوت يې د دغه هېواد د سنا ټاکنې بللې دي.
عمران خان ويلي دي، د پيغمبر حديث دی چې تر تاسې وړاندې ډېر داسې قومونه او قبيلې له منځه تللې چې د زورور لپاره به يې جدا او د کمزوري لپاره بېل قانون درلود.
دی وايي، د سنا ټاکنو وښووه چې پاکستانيان اوس له اخلاقي لحاظه د زوال پر خوا روان دي او اندېښنې دي چې د پاکستان نظام به هم ورسره نسکور شي.
د پاکستان د سنا په ټاکنو کې د پراخو درغليو او فساد راپورونه د پاکستان پر رسنيو او ټولنيزو پاڼو لاس په شوي ول.
0 نظرونه