بېوروره يې مهکړې؛ مجيد هره ورځ ۲ساعته د دارالمعلمين دېوال ته ناست وي چې خپله خور ورسوي
عبدالمجيد هره ورځ له نهراب کلي يو ساعت پر موټر سايکل د تخار تر فرخار ولسوالي ځي، خور يې دارالمعلمين ته رسوي او بيا دوه ساعته دروازې ته ناست وي چې خور يې راووځي او کور ته يې ورسوي.
عبدالمجيد او فرزانه ورور او خور دې، د تخار د فرخار په نهراب کلي کې اوسي او په دغه سيمه کې د يوازېنۍ کورنۍ اولادونه دي چې مور او پلار يې له کاره اوږې ورسپکې کړې او درس ته هڅولي دي.
فرزانه شل کلنه ده او په خپله سيمه کې يوازېنۍ ښځينه ښوونکې هم ده چې هره ورځ ورته د کلي وړې نجونۍ پلتۍ وهي او دا يې مخ د رڼا پر لور اړوي.
دوی ښه اقتصاد هم نه لري، کورنۍ يې په مټې يو موټرسايکل اخيستی، خو د تېلو په برخه کې بيا د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې ځواني کړې ده او موټرسايکل ته تېل هغوی اچوي.
دغه کيسه بېلابېل اتلان لري، کورنۍ، فرزانه، عبدالمجيد، د سويډن کمېټه او د مجيد د ښوونځي اداره، خو جالبه دا ده چې په دوی کې که يو هم غړنده شي، يا لاس واخلي، نو نه يوازې د فرزانې او د هغې د کورنۍ، بلکې د ټولې سيمې د خلکو هغه تمه به وخېژي چې وايي، يو وخت دې دا کلی لسګونه فرزانې ولري.
عبدالمجيد وايي، په کم عمر، نه يوازې تر يوې اندازې د خپلې خور د زدهکړو مسووليت ور په غاړه دی، بلکې د کلي ټولې وړې نجونې چې د ده خور درس ورکوي، د ده سترګو ته ولاړې وي.
"که کلی او ټولنه بدلوې، نو پيل به له ځان او کورنۍ کوې. که مې فرزانه خور لوړې زدهکړې وکړي، زه باور لرم نه يوازې زموږ کلی او ټولنه به ورسره تغير وکړي، بلکې زما د ټول وطن په درد به وخوري."
هره ورځ دوه ساعته د بدلون لپاره؛
پنځلس کلن عبدالمجيد په نهم ټولګي کې دی، هره ورځ نيمساعت لومړي درسي ساعت ته ناوخته رسېږي، خو که داسې و نه کړي، نو خور يې له زدهکړو پاتې کېږي او هغه که پاتې شي، د دوی په درسته سيمه کې د رڼا يوازېنۍ اسره هم له خلکو مري.
له عبدالمجيد سره د هغه د ښوونځي ادارې غاړه وړې چې نيم ساعت دې ناوخته راځي، خو خور دې دارالمعلمين ته رسوي.
يوه نجلۍ؛ هم محصله، هم ښوونکې؛
سره له دې چې فرزانه هره ورځ له خپل ورور سره تر دارالمعلمين پورې د موټر يو ساعت لاره په موټرسايکل وهي، خو د دې په خوا کې هره ورځ د کلي ښوونځي ته هم ځان رسوي، ځکه هلته يې د کلي نجونې په تمه وي چې دا ور ورسېږي او څه ور زده کړي.
د دې مور ورياده کړې ده چې د کور کارو ته دې لاس نه وروړي، بلکې زده دې کړي او ور زده دې کړي.
مور يې وايي، که يې لور د کور په کار کې لاس ورسره ټيټ کړي، يوازې د دې اوږې به سپکې شي، خو که نجونې وروزي، درست کلی به سوکاله شي.
فرزانه وايي، ستړې ته ده، خو له زړه خوشحاله ده، ځکه هره ورځ پرمختګ کوي او د خپلو هڅو ثمره وي.
دا وايي، يو وخت د دوی په کلي کې چا نجونې ښوونځي ته نه پرېښووې، خو اوس د کلي يوه نجلۍ هم د ښوونځي پر وخت، پر کور نه کښېني، ټولې دې ته ناستې وي او زدهکړې کوي.
افغانستان د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د نړۍ ناوړه هېواد دي چې په ډېری لېرې پرتو سيمو کې يې وګړي ښوونځي ته د نجونو تګ نه خوښوي، خو د فرزانې او عبدالجميد د کورنيو په څېر ځينې کورنۍ درستې سيمې ته بېلګه وي.
تر دې وړاندې د پکتيکا يو کليوال مياخان اکا خلکو له دې امله ستايلی و چې خپلې دوه لوڼې يې هره ورځ دوولس کيلو مټره په موټرسايکل تر ښوونځي رسولې.
1 نظرونه
شاه محمود
جمعه، ۲۲ حوت ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply