هدف ته رسېدلی، ناکامياب ځانمرګی؛ ځانمرګي زوم خواښې وژلې او د ناوې کور يې په وينو لړلی
د ننګرهار په سرخرود ولسوالي کې يوه زوم وروسته له هغه د خپل خسر کور ته له ځان سره بم وړی دی چې مينه يې د کورنيو غړيو له ده ګرځولې او بل چا ته ورکړې ده.
دغه ځوان ذاکر عالم نومېږي، د همدې ولسوالي اوسېدونکی دی او د سيدا ګل په نامه د يوه کليوال په لور مين و.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي سرخط ورځپاڼې ته وويل چې؛ ځوان له دغې نجلۍ سره چې موږ يې دلته نوم نه اخلو، مينه درلوده.
دی وايي، ځوان تمه درلوده چې دغه نجلۍ به يې د کور مېرمن شي، خو چې خبر شو هغه يې بل چا ته ورکړې، لاسي بم يې د تحفې په څېر نغښتی او له ځان سره سيده د خسر کور ته وړی دی.
خوګياڼی وايي، د خسر په کور کې چې د کورنۍ خلک راټول شوي، ده بم چوولی دی، يو ښځه همالته مړه شوې ده، خو څلور تنه ژوبل دي.
په ژوبلو شويو کسانو کې دوه ښځې، يو همدا ځوان او يو بل کس شامل دي.
خوګياڼی وايي، دا لا نه ده مالومه چې نجلۍ به اوس د چا کېږي، د هماغه کس چې ورکړې يې ده، که موخې ته د رسېدلي، خو ناکامياب ځانمرګي زوم.
دی وايي، په دې اړه به وروسته جدي کار کېږي او حق به حقدار ته سپارل کېږي.
0 نظرونه