د پېړۍ لوی فرهنګي جنايت؛ پر بودا د طالبانو د ظلم شل کاله واوښتل
له ننه شل کاله مخکې همدا ورځې وې، د طالبانو د رژيم نسکورېدو ته کم وخت پاتې و، خو ناڅاپه د طالبانو په زړه کې څه وروګرځېدل، د ملا محمد عمر په فتوا يې د بودا اوولس سوه کلنو دنګو مجسمو ته باروت کېښودل او د پېړۍ تر ټولو ستر فرهنګي جنايت يې وکړ.
طالب اورپکو د صلصال او شهمامه پښو ته باروت کېښودل، څو لحظې وروسته چې دوړې کېښناستې، د باميانو د غرونو په زړه کې د بودا استوګنځايونه د هغه د تابوت غوندې تش ولاړ ول.
ملګرو ملتونو د طالبانو دغه جنايت فرهنګي ټروريزم وباله او تر هغه وروسته نه يوازې افغانانو، بلکې د نړۍ ډېری هېوادونو د طالبانو دغه کار له بخښنې لېرې وباله.
د بودا دغه مسجمې په نړۍ کې تر ټولو سترې ډبرينې مجسمې وې او په درسته نړۍ کې يې د افغانستان او افغانانو ځانګړې استازولي کوله.
د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رييس اسحاق موحد وايي، که د بودا مجسمې لا ولاړې وای، افغانستان به اوس د سيلانيانو پنډغالی وای.
دی وايي، د بودا مجسمې په بدترين حالت کې دي، د خاورو او ايرو د دغو څليو ساتنه اوس د ګوتو په شمېر څو پوليس کوي چې بسنه نه کوي او په دې سربېره، دومره بوديجه هم نهشته چې له سره ورغول شي.
که څه هم افغان حکومت بيا بيا د يونيسکو په ملتيا د بودا د مجسمو د بيا رغولو هڅې کړې دي، خو چندان ګټه يې نه ده کړې.
د بودا د پاتې د شونو د ساتنې مسوول عبدالحميد وايي، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې کړې دي چې دغه مجسمې ورغوي، خو دغو هڅو يې په درد نه دي خوړلي.
دی وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او يونيسکو په ګډه غوښتل له دغو مجسمو يوه يې بيا ورغوي، خو وايي، د سولې خبرو او د طالبانو بيا راتګ اندېښنې ډېرې کړې دي چې دا خلک خو به يې بيا نه نړوي.
له طالبانو سره له تېر يوه کال راهيسې امريکا د سولې تړون امضا کړی او اوس پر افغان حکومت فشار راولي چې په دغه برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
د بودا دغه دوه مجسمې يوه يې درپنځوس مټره او بله يې پنځه دېرش مټره دنګه په باميانو کې د يوه غره په زړه کې ولاړې وې.
د دغو مجسمو کوچنۍ هغه يې په پنځه سوه او اووم مېلادي او ستره هغه يې په پنځه سوه او څلور پنځوسم مېلادي کې جوړې شوې وې.
0 نظرونه