نيم اخطار؛  ولسمشر ته د امريکا خارجه وزير توند خط ليکلی
۱۸ حوت ۱۳۹۹ 153416 0 نظر سرخط ورځپاڼه

نيم اخطار؛ ولسمشر ته د امريکا خارجه وزير توند خط ليکلی

 

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر غني ته په يوه اخطار ته ورته ليک کې ليکلي دي چې د سولې کيسه په راتلونکيو اوونيو کې راټوله شوې غواړي او پر ولسمشر غږ کوي چې په دغه برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

 

دغه ليک زلمي خليلزاد له ځان سره راوړی او دلته يې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ته سپارلی دی.

 

انتوني بلېنکن په دغه ليک کې ليکلي دي چې سره له دې چې لا هم د بايډن ادارې له طالبانو سره شوی تړون او د افغانستان د سولې پروسه په بشپړه توګه له سره نه ده کتلې او ارزولې، خو وايي، څومره چې پوهېدلي، نو دې پايلې ته رسېدلي دي چې کيسه بايد ژر سره راټوله کړل شي.

 

ده ويلي دي، دوی يوه جامع اوربند او سولې ته د رسېدو لپاره بېړه لري او غواړي ژر د ملګرو ملتونو، د سيمې هېوادونو او ښکېلو اړخونو په واسطه خپل هدف ته ورسېږي.

 

ده ويلي، زموږ نوې هڅې به څو مهم ټکي ولري او هماغه ټکي بيا داسې يادوې؛

 

"لومړی له ملګرو ملتونو غواړو چې د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه د روسيې، چين، پاکستان، ايران، هند او امريکا له استازيو سره يوه غونډه جوړه کړي."

 

بلېنکن وړاندې وايي، زلمي خليلزاد ته يې ويلي دي چې د خپلې طرحې په اړه دې له ولسمشر غني او طالبانو دواړو سره خبرې وکړي.

 

په دغه طرحه کې له طالبانو سره د يوه ګډ حکومت جوړول، د تېرو کالونو لاس‌ته راوړنې ساتل او بيا تر يوه موقت حکومت وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو ته لاره برابرول ياد شوي دي.

 

ده وړاندې ويلي دي چې له ترکيې څخه يې هم غوښتي دي چې په را روانو اوونيو کې د طالبانو او حکومت د لوړپوړيو چارواکيو يوه غونډه جوړه کړي او د سولې کيسه دې يو طرفه کړي.

 

بلېنکن ولسمشر ته ور ياده کړې ده چې په دغه غونډه کې دې خپله يا د ده استازي برخه واخلي.

 

ده ويلي دي، لومړی دې يو درې مياشتنی اوربند وشي، په دې توګه به د پسرلنيو جنګونو مخه هم نيول شوې وي او په دې سربېره به په دغه موده کې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شي.

 

ده يو وار بيا ولسمشر ته ور ياده کړې ده چې په دغه برخه کې له زلمي خليلزاد سره همکاري وکړي.

 

بلېنکن د ګواښ په توګه ويلي دي چې امريکا هر څه چې وغواړي کوي يې، حتا سرتېري هم ايستلای شي.

 

ده يو بل ګواښ هم کړی دی او ويلي يې دي چې داسې اندېښنې هم لري چې له افغان سرتېرو سره د امريکا د مرستو باوجود به طالبان لا خونړي شي او لا ډېرې سيمې به ونيسي.

 

ده د ليک په پای کې ليکلي، هر څه يې سپين وويل او دا يې په دې خاطر وويل چې ولسمشر د امريکا جديت درک کړي چې څه غواړي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې