بلوڅو د پاکستان د سمينټو پر يوه فابريکه بريد کړی دی
د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو ملتپاله ډله وايي، وسله والو يې د بلوچستان په حب سيمه کې د پاکستان د سيمنټو پر يوه فابرکه د درنو او سپکو وسلو بريد کړی دی.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه بريد د حب په ساکران سيمه کې شوی دی.
دی وايي، په بريد کې د فابريکې ګڼ شمېر کارکوونکي او ساتونکي مړه او ټپيان شوي دي او په دې سربېره يې، څو موټر هم ويجاړ شوي دي.
دی وايي، دغسې بريدونه به يې د بلوچستان تر ازادي پورې روان وي.
0 نظرونه