د پاکستان يو رېلګاډی اوښتی، تر ۴۰زيات پکې مړه او ژوبل دي
تېره شپه له کراچۍ څخه لاهور ته روان د پاکستان کراچيايکسپريس رېلګاډی چپه شوی او تر اوسه يې له امله څلوېښت تنه زخمي شوي او يوه ښځه مړه شوې ده.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، دغه رېلګاډی د پنوعاقل په نامه سيمې ته رسېدلی و چې له ليکې اوښتی دی.
دوی وايي، له ليکې د رېل د اوښتو له امله د رېلګاډي نهه خونې چپه شوې ده.
د دغې پېښې له امله تر څو ساعتو پورې د پاکستان د رېلګاډو تګ راتګ ځنډېدلی و.
د لاهور د روغتون ډاکټرانو ويلي په زخمي کسانو کې د يوولسو تنو حالت نازک دی.
په پاکستان کې د رېلګاډي د پټلۍ خراب حالت، د رېلګاډو زړښت او د بلوچستان په ځينو سيمو کې پر رېلګاډو د بلوڅو بريدونه د دې لامل شوي چې په رېلګاډو کې سفر اوس د مرګ په بيه تمامېږي.
0 نظرونه