د ترکيې يوه پوځي الوتکه لوېدلې، د افسرانو په ګډون يې لس پوځيان وژلي
ترکۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد په ختيز کې په تتوان سيمه کې يوه پوځي الوتکه راپرېوتې ده چې له امله يې د دوو لوړپوړو پوځي افسران په ګډون لس تنه پوځيان مړه شوي دی.
دوی وايي، مرستندويه ډله د پېښې ځای ته رسېدلې او له لومړنيو پلټنو ورته مالومه شوې ده چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.
تتوان د ترکيې په ختيز کې کرد مېشته سيمه ده او د دغې سيمې اوسېدونکي چندان له ترکانو ښه زړه نه لري.
په دغه سيمه کې وخت ناوخته د کردانو پر ضد د ترکيې پوځ عمليات هم کوي، خو اوس پوځ وايي، داسې فکر نه کېږي چې دغه الوتکه دې چا ويشتې وي.
0 نظرونه