د سيمې پر هېوادو د ولسمشر غږ؛ پام مو اوسه، افغانستان تر حساسو تاريخي شېبو تېرېږي
ولسمشر غني د اقتصادي همکاريو د سازمان د هېوادونو په څوارلسمه غونډه کې نن د سيمې پر هېوادو غږ وکړ چې افغانستان يې مرستې ته اړ دی، ځکه تر حساسو تاريخي شېبو تېرېږي.
ولسمشر د مرستې او همکاريو دغه غږ په داسې وخت کې پورته کوي چې په کور دننه او له هېواده د باندې افغانان تر بل هر وخت، د خپل حکومت دوام ته اندېښمن دي.
د پاکستان په مشري د اکو سازمان دغه غونډه چې ایران، پاکستان، افغانستان، ترکیې، اذربایجان، ترکمنستان، ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان او تاجیکستان برخه پکې درلوده، تر کرونا وروسته د سيمې په کچه د اقتصادي همکاريو په نوم جوړه شوې وه، خو ولسمشر غني خبره د افغانستان د سولې پر لور بوتله.
ولسمشر غني وويل؛ د افغانستان د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره د باور وړ ټاکنو کېدل حياتي مضوع ده.
ده د سيمې پر هېوادو غږ وکړ چې افغانان يې مرستې او همکاري ته اړ دي، ځکه افغانستان تر سختو حساسو او تاريخي شېبو تېرېږي.
ولسمشر د سيمې له هېوادونو څخه په راتلونکي کې د افغانستان د ارامي او ثبات په برخه کې د سيمې او نړۍ په کچه د ضمانتونو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني په داسې وخت کې دغه غږ پورته کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد افغان حکومت ته داسې طرحه سپارلې چې په اساس به يې د طالبانو په ګډون يو حکومت جوړېږي.
ولسمشر په دغه غونډه کې پاکستان ياد کړ او ويې ويل، که د افغانستان د سولې پروسه ټکنۍ او ناکاميابه شي، پاکستان ته به يې لوی زيان واوړي.
0 نظرونه