شېر يا خط؟ شېري رحمان په پچه د پاکستان سنا ته بريالۍ شوې
د پاکستان ډموکراسي هسې هم د نړۍ په سمو ډموکراسيو کې نه شمېرل کېږي، خو جالبه دا ده چې په دغه هېواد کې د سنا په ټاکنو کې يوه مرحله داسې راځي چې قانون وايي، نوماندان بايد تر منځ پچه واچوي.
په وروستۍ همداسې کيسه کې د دغه هېواد سنا ته شېري رحمان په پچه بريالۍ شوې او خپل سيال ته يې ماتې ورکړې ده.
د پاکستان د ټاکنو د کمېشن يو پخوانی کارکوونکی کنور دلشاد وايي، پچه پرون اچول شوې ده او شېري رحمان پرې کاميابه شوې ده.
دی وايي، د سنا د ټاکنو په قانون کې ښکاره ليکل شوي دي چې که د دوو نوماندانو تر منځ رايې برابرې شي، نو پر بريا به يې پچه اچول کېږي.
دلشاد وايي، پچه د پاکستان د هماغه وخت په رايجه سکه اچول کېږي، دواړه نوماندان راغوښتل کېږي او لکه د کرکيټ تر لوبه مخکې، هماغسې پچه اچول کېږي.
دی وايي، له دواړو نوماندانو څخه غوښتل کېږي چې پايله به مني او په اخېر کې به ماتې خوړلی کس، خپل سيال ته ليکي چې بريا يې مني، مبارکي ورکوي او همدا خط به امضا کوي.
د پاکستان په سنا کې د سند له يوولسو څوکيو د پاکستان پيپلز پارټي اووه او متحده قومي مومنټ او تحريک انصاف دوه دوه څوکۍ وګټلې.
0 نظرونه