پاکستاني پوځ د بلوڅو د مشر د زامنو په ګډون ۱۵ ځوانان تښتولي
د بلوڅو ملي خوځښت يا بلوچ نېشنل مومنټ وايي، پاکستاني عسکرو د دوی د مشر د دوو زامنو په ګډون، نن پنځلس تنه بلوڅ ځوانان له خپلو کورونو ايستلي، تړلي او تښتولي دي.
دغې ډلې سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د پاکستان پوځ او حکومت بلوڅو ته د ډلهييزې سزا ورکولو په توګه، د هغوی د ځوانانو د تښتولو لړۍ تونده کړې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې پوځ نن د خضدار له باغبانه سيمې څخه د دوی د مشر ډاکټر خدا بخش بلوڅ، دوه زامن له کوره ايستلي او برمته کړي دي.
د دغو دوو ځوانانو نومونه عبدالوحيد او نثار احمد ښوول شوي دي.
پاکستاني پوځيان په دې سربېره، د جهاو په سورګر غرنۍ سيمه کې هم د بلوڅو پر کورونو ور ختلي او ديارلس نور ځوانان يې له ځان سره وړي دي.
په خبرپاڼه کې د دغو تښتوول شويو ځوانانو نومونه جمل، فیض محمد، علي بخش، غوث بخش، رمضان، ارشد، ثناء الله، منظور، یار محمد، محمد عارف، عبدالواحد، چھټه او رسول بخش ښوول شوي دي.
کلونه کېږي چې پاکستاني پوځيان د عملياتو په نوم د بلوڅو پر کورونو ورخېژي، سپين ږيري او ښځې يې وژني، ځوانان يې تښتوي، د کورو سامانونه يې لوټي او څاروي يې تر برمته کولو وروسته د غنيمت په نوم په ښارونو کې پلوري.
0 نظرونه