سږ کال به حج ته يوازې د کرونا واکسين شوي کسان ځي
د سعودي عربستان د روغتيا وزارت اعلان کړی چې سږ کال به هغه کسان حج ته د تلو اجازه نه لري چې د کرونا واکسين يې نه وي لګولی.
د سعودي د عکاظ په نامه ورځپاڼې د دغه هېواد د روغتيا د وزير له خولې ويلي چې سر له اوسه دې مسلمانان ټول خبر وي، که غواړي حج وکړي، لومړی دې د کرونا واکسين ولګوي.
سعودي ته هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سلګونه زره مسلمانان د حج لپاره ورځي، خو تېر کال يې د کرونا له امله يوازې زرو تنو ته د حج د کولو اجازه ورکړه.
دا په نوي دور کې لومړی ځل دی چې د سعودي حکومت مسلمانان حج ته نه پرېږدي.
0 نظرونه