وسلهوالو پر پوله ۵ايراني عسکر وژلي او ۲ يې ژوندي تښتولي دي
وسلهوالو کسانو د ايران پر پوله د دغه هېواد پر سرحدي عسکرو بريد کړی دی، پنځه يې ورڅخه ځای پر ځای وژلي دي او دوه نور يې له ځان سره ژوندي وړي دي.
دغه پېښه د پاکستان تر ولکې د لاندې بلوچستان له زامران سيمې سره نږدې، د ايران په خاوره کې شوې ده.
سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، بريد نن مازديګر شوی، خو دا لا نه ده مالومه چې وسلهوالو به تښتول شوي عسکر چېرته وړي وي.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت هم چا نه دی منلی.
0 نظرونه