بلوڅو د پاکستاني عسکرو پر دوو پوستو بريد کړی، يو درځن يې وژلي
د ملتپالو بلوڅو دوه وسله والې ډلې يونايټيډ بلوچ ارمي او بلوچ ريپبليکن ارمي وايي، د بلوچستان په کېچ او خاران کې يې د پاکستاني عسکرو دوه پوستې په درنو وسلو ويشتې، دوولس عسکر يې وژلي او همدومره يې ژوبل کړي دي.
د يونايټيډ بلوچ ارمي وياند مريد بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې د کېچ په هوشاپ سيمه کې د پاکستاني عسکرو پوسته په درنو وسلو وويشته.
دی وايي، وروسته نښته هم وشوه چې پکې پنځه عسکر وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
هلته بيا د بلوچ ريپبليکن ارمي په نامه د بلوڅو د يوې بلې ډلې وياند بیبګر بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی ډلې هم د خاران په لجي سيمه کې پر يوه پوسته ورته بريد کړی دی.
دی وايي، بريد يې خورا خونړی او کاري و چې په پايله کې يې اووه عسکر وژل شوي او يو شمېر نور مرګوني ژوبل دي.
د بلوڅو دواړه ډلې وايي، په بريدونو کې دوی ته کوم زيان نه دی اوښتی او تر هغه چې بلوچستان ازاد شوی نه وي، همداسې بريدونه به يې روان وي.
پاکستاني حکومت تر اوسه د دغو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه