سږ کال ۲۰۱۹ تنه افغان ماشومان شهيدان او ژوبل شوي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي، سږ کال هم په هېواد کې د ماشومانو پر ضد د تاوتريخوالي کچه لوړه وه او يوازې په ناامنيو او ځينو نورو پېښو کې سږ کال تر اوسه دوه زره او نولس تنه ماشومان يا شهيدان شوي او يا ژوبل دي.
د بشري حقونو کمېشن په يوه راپور کې ويلي دي چې په ديارلس سوه نهه نوييم کال کې په افغانستان کې ټول د ناامنيو له امله اته زره او پنځه سوه عام هېوادوال شهيدان او ژوبل شوي چې دوه زره او نولس تنه پکې ماشومان دي.
د دغه کمېشن په راپور کې ويل شوي دي چې په نورو ناخوالو سربېره، ماشومان د جنګ په ليکو کې هم کارول کېږي چې يوازې د بشري حقونو کمېشن د سرتېرو په ليکو کې د شلو او د طالبانو په ليکو کې د شپږنوي ماشومانو په شتون خبر شوی دی.
په دې سربېره، سږ کال د ماشومانو پر ضد تاوتریخوالی هم د تېر کال په پرتله شپاړس فيصد زيات شوی چې پکې فزيکي، اقتصادي، جنسي او نور تاوتريخوالي شامل دي.
د ورکول شوي راپور په اساس، پر ماشومانو تر ټولو ډېر تېری او تاوتريخوالی هغو کسانو کړی چې له پوليسو او نورو امنيتي کسانو او ادارو سره اړيکې لري، تر هغه وروسته د کورنيو غړي، د کار خاوندان، ښوونکي او نور دي چې پر ماشومانو يې تشدد کړی دی.
د بشري حقونو د کمېشن په راپور کې د ماشومانو د يوې بلې جالبې ستونزې يادونه هم شوې چې هغه د هويت ستونزه.
د دغه راپور په اساس، ډېری داسې ماشومان دي چې د خپل هېواد تذکرې نه شي اخيستلای او اوس په خپل وطن کې د هويت او تابيعت له بحران سره لاس او ګرېوان دي.
له ښوونځيو محروميت، روغتيايي اسانتياوو ته نه لارسری، درانه کارونه او نور هغه عوامل دي چې د وطن د ماشومانو ژوند يې تر بدو بتر کړی دی.
0 نظرونه