بلوڅو په تربت کې د پاکستاني عسکرو يوه پوسته کښلې
بلوڅ وسله وال وايي، په تربت کې يې د پاکستاني عسکرو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او پکې ناست ټول عسکر يې وژلي دي.
د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو ملتپاله ډله وايي، دغه پوسته د تربت په سنگانی سر سيمه کې وه او د پاکستان پوځيان پکې ناست ول.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې د عسکرو تر وژلو وروسته پوستې ته اور اچولی دی.
دی وايي، د بلوچستان تر ازادي پورې به يې پر پاکستاني عسکرو دغسې بريدونه دوام لري.
0 نظرونه