د افغانستان يونيمزر کلنه کلا بيا رغېږي
د افغانستان حکومت وايي، په کابل کې يې د بالاحصار د يو نيم زر کلنې کلا بيا جوړولو ته مټې را بډوهلې دي او ژر به د دغې تاريخي کلا د دېوالونو تهدابونه ټينګ او نور هم لاس ورباندې ووهل شي.
په دې سربېره به د بالاحصار کلا په سيمه کې د لرغونپېژندنې يو مرکز هم جوړ شي.
د دغې پنځلس سوه کلنې کلا پر جوړولو، هند او اغا خان بنسټ له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ګډ کار کوي.
د بالاحصار زړه کلا په زاړه کابل کې جوړه شوې، کلونه کلونه ورڅخه د يوه نظامي مرکز په توګه کار اخيستل کېده او په کورنيو جنګونو کې درانه زيانونه ور اوښتي دي.
دغه کلا تر دوه زره څوارلسم کال پورې د ملي دفاع وزارت اړوند وه او هغوی ورڅخه د پوځي قرارګاه کار اخيست.
ځينې لرغونپوهان وايي، تر اسلام مخکې بودايان په دغه کلا کې مېشت ول.
د تاريخ په اوږدو کې دغه کلا په ځلونو د نظامي مرکز په توګه کارول شوې او د افغانانو او انګليسانو په اول او دويم، دواړو جنګونو کې ورڅخه د پوځي مرکز کار اخيستل شوی دی.
په دې سربېره، پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال هم دغه کلا پوځي مرکز و، خو اوس اغا خان بنسټ د دغې کلا د تهدابونو ټينګولو، هلته د لرغونپېژندنې مرکز او يوه تفريحي پارک جوړولو ته مټې را نغښتې او لګښت يې هند ورکوي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير طاهر ظهير وايي، بالاحصار د شاهانو د اوسېدو ځای پاتې شوې او شل کاله د ظهير الدين بابر د سلطنت مرکز هم پاتې شوې ده.
اغا خان بنسټ له څو کالو راهيسې د افغانستان د تاريخي ودانيو جوړولو ته مخه کړې او تر اوسه يې د چهلستون او علم ګنج باغونو، د هرات د پنځم منار، د کابل د زاړه ښار، په بلخ کې د نهو ګنبدو جومات، د هرات ارګ او ځينې نورې ودانۍ بيا رغولې دي.
د راټولو شويو مالوماتو په اساس، د افغانستان تر دوه سوه زياتې تاريخي ودانۍ نړېږي، خو حکومت يې رغولو ته نه پام لري، نه بودجه.
0 نظرونه